د بدن غړو قاچاق او د بدن د يوه غړي د خرڅلو د ګواښونو په اړه دې معلوماتي پاڼې ته ښه راغلاښت. د دې پاڼې په پای کې به د هغو سازمانونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ چې مرسته او ملاتړ وړاندې کوي.
شته ژبې
مرسته او ملاتړ
دا پاڼه د معلوماتي موخو لپاره ده. که تاسې په جدي خطر کې ياست، نو مهرباني وکړئ په خپله محلي ساحه کې له عاجل خدمتونو يا هم يوه باوري سازمان سره په اړيکه کې شئ.
د دې وېبپاڼې په پای کې د ملاتړو سازمانونو په اړه معلومات موندلای شئ. دغې برخې ته د تللو لپاره کليک وکړئ.
ګواښونه
د پاڼې لنډيز
په دې پاڼه کې لاندې برخې شاملې دي
- ويډيو.
يوه لنډه ويډيو ده چې د بدن غړو قاچاق او ورسره تړلي ګواښونه تشريح کوي - مقدمه
د مسألې لنډيز او وېبپاڼې ته لنډه کتنه - زياتې پوښتل شوې پوښتنې
هغو عامو پوښتونو ته ځوابونه چې د بدن يوه غړي پلورونکو اشخاص کړې دي - موردي مطالعات
د هغو اشخاصو خبرې چې د بدن يو غړی يې پلورلی دی - دروغ او رښتيا
د بدن غړو قاچاق په اړه ناسم پوهاي او په اړه يې رښتيا روښانول - ملاتړي سازمانونه
د ملاتړو سازمانونو په اړه معلومات چې محرمه مرسته او لارښوونه وړاندې کوي. - خپله کيسه شريکه کړئ
د STOP APP له لارې د هويت له افشا کولو پرته د راپور ورکونې په اړه معلومات
مقدمه
په دې پاڼه کې د پيسو په بدل کې د بدن د يوه غړي پلورلو د واقعيتونو په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
پر دې له پوهېدو سره چې پر نورو اشخاصو څه تېر شوي دي او دلالان څنګه کار کوي، نو تاسې پر ګواښونو پوهېدلای او ځان پر پوهه سنبالولای شئ، نو بيا تاسې د خپلې راتلونکې په اړه يوه اګاهانه پرېکړه کولای شئ.
په دې پاڼه کې نقل قولونه د بدن غړو قاچاق کاروبار؛ غيرقانوني شبکې او استثمار په نامه د سين کولمب لخوا ليکل شوي کتاب څخه را اخيستل شوي دي.
د هويت خونديتوب لپاره ټول نومونه بدل شوي دي.
وړانديز
د نړۍ په لر او بر کې خلک له بېوزلۍ، بې روزګاري، پورونو يا هم په زور کډوالۍ تجربه کوي. که له مالي ستونزو کړېږئ، نو پيسو ته د عاجل اړتيا له امله ممکن پر داسې انتخابونو فکر وکړئ چې معمولاً پرې فکر نه کوئ.
ممکن د بدن يوه غړي لپاره درته د زياتو پيسو وړانديز وشي، او ممکن پر وړانديز کوونکي د باور کولو ته مو زړه کېږي. دغه شخص ممکن تاسې ته ډاډ درکړي چې دغه پروسيجر يې بې درده دی او بېرته ژر روغېږئ. د دوی وړانديز ښايي ستاسې د ستونزو حل لاره درته ښکاره شي. له بده مرغه همېشه دا رښتيا نه ده.
ممکن حالت مو تر دې هم بدتر شي او اوږدمهاله ډېرې ناوړې پايلې درته ولري.
د بدن د يوه غړي له پلورول سره ډېر ګواښونه تړلي دي، چې دا درته ډېر زيان پېښولای شي. په زياتره هېوادونو کې د بدن د يوه غړي پلورل غيرقانوني دي او ممکن ستاسې روغتيا او مالي وضعيت ته اوږدمهاله ستونزې واړوي. دوکې او تېر اېستل پکې ډېر عام دي، که پيسې در هم کړي، نو تر وعده شوي رقم به ډېر کمې پيسې درکړي.
د بدن د غړو د کاروبار په اړه انلاين ډېر ناسم معلومات شته. د بېلګې په توګه، ځينې دوکې داسې دي چې له هغو اشخاصو €50 اخلي چې د بدن د يوه غړي پر پلورلو فکر کوي. دا قانوني نه ده او ستاسې د تېر ايستلو او له تاسې د پيسو غلا کولو يوه لار ده. دې ته له کتو پرته ده چې د بدن د يوه غړي پيوند قانوني دی او که نه، تاسې بايد په پروسيجر کې د رضايت ښودلو لپاره يا هم د اداري لګښتونو لپاره نه له تاسې پيسې وغوښتل شي او نه هم تاسې پيسې ترلاسه کړئ. که له تاسې پيسې وغوښتل شوې، نو دا د ناوړه استفادې يا هم د تېر ايستلو ډېر قوي ښودونکی دی.
د لا زياتو ځوابونو لپاره معمولاً پوښتل شوې پوښتنې ولولئ، تر څو پر دې پوه شئ چې پر نورو خلکو څه تېر شوي دي. د دې پاڼې په پای کې د هغو سازمانونو په اړه معلومات موندلای شئ چې مرسته او ملاتړ وړاندې کوي. د دې وېبپاڼې په پای کې د هغو سازمانونو په اړه معلومات موندلای شئ چې مرسته او ملاتړ وړاندې کوي. د پاڼې وروستۍ برخې ته د تللو لپاره دلته. کليک وکړئ.
زياتې پوښتل شوې پوښتنې
د بدن غړو قاچاق د بدن د يوې برخې لرې کول، تر ډېره پورې ګرده، او د ګټې لپاره يې پلورل دي.
دا يو جراحي پروسيجر دی چې د بدن غړي يا هم انساج پکې د بېرته استعمال، تر ډېر د غړي د پيوند لپاره لرې کېږي.
د بدن نور هغه غړي چې لرې کېدلای شي د ځيګر يوه ټوټه يا هم يوه قرنيه (سترګې) دي. د بدن د غړو قاچاقبران ځينې وختونه له اجازې پرته په زور د بدن غړو وباسي او يا هم اشخاص د زياتو پيسو ورکولو په وعدو سره تېر باسي. د بدن غړو قاچاق د ټولو جنډرونو او مختلفو عمرونو اشخاصو اغېز کولای شي.
دغه پروسيجر مو د ژوند په بيه تمامېدلای شي.
حتی که خرڅوونکی هوکړه هم وکړي، نو دې ته په کتو سره چې دا يوه د جانبينو پر رضا ولاړه هوکړه ده او د يوې وروستۍ چارې په توګه اقتصادي انتخاب دی، نو دا بيا هم يوه استثماري هوکړه ده.
معمولاً خرڅونکي ته د ترتيباتو په اړه ټول رښتيا نه ويل کېږي.
په لاندې برخو کې د دوکو او اوږدمهاله روغتيايي ستونزو په اړه لا زيات معلومات وړاندې شوي دي.
خلک ممکن د خپل يوه پېژندګلو يا هم د خپلې ټولنې له يوه غړي واوري چې د بدن د غړي پلورل د پيسو پيدا کولو لپاره تر ټولو اسانه لار ده.
له بده مرغه، دغه شخص ممکن د بدن غړو قاچاق شبکې غړی وي.
هغه جنايتکاران او دلالان چې د بدن غړو قاچاق کې ښکېل وي، د اشخاصو په اړه له يو بل سره معلومات شريکوي. دوی هغه اشخاص تر هدف لاندې نيسي چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، ځکه دغسې افرادو ته په اساني سره قناعت ورکولای شي. دوی معمولاً تر هدف لاندې شخص په ټولنه کې يو چا ته پيسې ورکوي، تر څو د بدن غړي پر پلورلو يې قانع کړي.
له دوامداره غوښتنو وروسته بيا دلالان هڅه کوي او دغه بالقوه پلورونکي ته قناعت ورکوي چې دغه پروسيجر ته غاړه کېږدي. هيبا هغه مېرمن ده چې د ګردې پلورلو ته قانع شوې وه، هغه وايي چې دغه دلالان خپلې موخې ته د رسېدو په برخه کې پرلهپسې هڅې کوي.
دوی هڅې وکړې چې هيبا پر دې قانع کړي چې د بدن د يوه غړي لرې کول يوه بې درده پروسه ده او هيڅ ډول روغتيايي ستونزې ورته نه جوړوي.
دلالان معمولاً د جراحي په اړه دروغ وايي تر څو خلک هوکړې ته وهڅوي. هغه اشخاص چې خپل د بدن غړي يې خرڅ کړي دي، له موږ سره يې دروغ شريک کړل چې دوی ته ويل شوي وو. د دې دروغو مثالونه د دې پاڼې په پای کې لوستلای شئ.
د پاڼې وروستۍ برخې ته د تللو لپاره دلته. کليک وکړئ.
د بدن د غړي پلورونکو جراحي عملياتونه ډېر زيات خطرناک پروسيجرونه دي. ځينې د بدن غړي پلورونکي د عمليات پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
تر عمليات وړاندې مراقبت
د بدن د يوه غړي تر خرڅولو وړاندې بايد د مناسبوالي لپاره پوه معاينات ترسره شي. په دې کې د نسج او وينې معاينات، اېکسري او سکېنونه شاملېږي، تر څو دا وکتل شي چې تاسې د بدن د غړي اهدا کولو لپاره مناسب ياست او دغه غړی مو له ترلاسه کوونکي سره سمون خوري. دا مهمه ده چې دغه معاينات بايد ډاډمنه کړي چې شخص د جراحي لپاره مناسب دی. په دې کې بايد د انستېزي پوره معاينه هم وکړل شي او همدارنګه بايد د شخص تنفسي تاريخچه وکتل شي؛ تر څو دا کره کړل شي چې شخص به د پروسيجر پر مهال تر انستيزي لاندې پوره ښه وي.
که د يوه شخص نامعلوم او له وړاندې روغتيايي ستونزې ولري، خو بيا هم ورته انستيزي تطبيق شي، نو دغه کار يې له جدي روغتيايي ستونزو سره مخ کوي.
که يو ناتشخيص شوی سرطان يا هم د زېړي (هپاټايټس) په څېر عفوني ناروغۍ ولري، نو دا د غړي ترلاسه کوونکی هم له ګواښ سره مخ کوي.
دا د عمليات لپاره د چمتووالي يوه مهمه برخه ده. که دغه کار ونشي، نو ستاسې روغتيا له ګواښ سره مخ کېدلای شي او تاسې روغتيايي ستونزې او پېچلتياوې تجربه کولای شئ.
له ګواښه ډک طبي پروسيجر
زياتره د بدن د غړي پلورونکي وايي چې دوی له خطره ډکو طبي پروسيجرونو منلو ته مجبور کړل شوي وو چې نظارت پکې کم يا بېخي نه وي؛ که له زيان طبي خطا يا بل غير مسلکي کار پر وړاندې واقع کړل شي، نو د ملاتړ يا انصاف غوښتلو هيڅ امکان پکې نه وي.
تر پروسيجر وروسته د بدن د غړي پلورونکي روغتيا بيا دلالانو ته يو لومړيتوب نه وي.
ډېر کم داسې پېښېږي چې خرڅونکي تر عملياتو وروسته مناسب او پوره مراقبت ترلاسه کړي.
بي بي سي سره د يوه دلال له مرکې څخه نقل قول دی، چې وايي تر عمليات وروسته د خرڅوونکي په اړه ډېره کمه اندېښنه کېږي.
دلالان معمولاً تر جراحي وروسته خرڅوونکي ته استوګنځی ورکوي. د دې اصلي علت تر عمليات وروسته مراقبت نه دی، بلکې مطلب يې دا وي چې خرڅوکی په يوه ډېره کنټرول شوې فضا کې وساتي تر څو د پوليسو پام را اوښتلو ګواښ محدود کړي او/يا د ګټې لپاره د بدن د غړي پلورونکي لا نور هم پسې استثمار کړي.
د بدن د غړي پلورونکو تر جراحي وروسته د مناسب او پوره مراقبت د نشتوالي راپور ورکړی دی.
تر جراحي وروسته طبي مراقبت معمولاً د بدن د غړو خرڅونکو لپاره نه وي، چې دا کار اوږدمهاله ستونزو ګواښونه لوړوي او حتی د مړينې لامل کېږي. تر عمليات وروسته که سم مراقبت نه وي، نو ټپ عفوني کېدلای شي، چې دا د جدي او اوږدمهاله روغتيايي ستونزو لامل کېدلای شي. د بدن غړو خرڅوونکي معمولاً تر عمليات وروسته مراقبت په خپل لګښت کوي، چې دا د لا نورو مالي ستونزو لامل کېږي.
حتی که د بدن د غړي پلورونکی په لنډ مهال کې روغ هم شي، بيا يې هم پر اوږدمهاله روغتيا اغېز ډېر ويجاړوونکی شي. له مناسب طبي نظارت او تر عمليات وروسته سم مراقبت پرته د بدن د يوه غړي اېستل د خرڅوونکي عمر کلونه کلونه را لنډولای شي.
د بدن د يوه غړي خرڅول جدي لنډمهاله او اوږدمهاله روغتيايي ستونزو لامل کېدلای شي.
ځينې اشخاص شايد د پيسو لپاره دغه ګواښونو ته هم غاړه کېږدي. خو دغه خرڅلاو ډېر کم د اوږدمهاله ګټې لامل کېږي، ځکه د خرڅوونکي روغتيا ورسره ډېر خرابېږي او بيا له دې امله کار نشي کولای.
که تاسې پرېکړه کوئ چې دغه پروسيجر ترسره کړئ او که، نو لطفاً ګواښونو او ستاسې پر راتلونکې يې جدي عواقبو ته ته يې پام وکړئ.
پيسې يې تضمين شوې نه دي.
په زياتره قضيو کې خرڅوونکو دغه لاندې خبرې تجربه کړې وې:
خرڅوونکی ممکن پوره پيسې ترلاسه کړي. خو زياتره خرڅوونکي وايي چې ترلاسه شوې پيسې په څو مياشتو کې دننه دننه لګوي، د دې مطلب دا و چې بايد بېرته کار او دندې ته ستانه شي. خو زياتره خرڅوونکي تر عمليات وروسته د ناروغۍ او ناسمې روغتيا له امله يا خو خپلې دندې ته دوام نشي ورکولای او يا هم دنده نشي موندلای چې دا يې د لا نورو مالي ستونزو لامل کېږي.
که خرڅوونکي ته ټولې پيسې هم ورکړل شي، د دې ګواښ شته چې دغه معلومات له جرمي شبکو سره شريک شي چې دا دوی په خطر کې کوي. په قاهره کې يوه دوکاندار د يوې سوډانۍ ښځې کيسه وکړه، چې څو سړو ووژله، هغه دغه سړي «مافيا» وبلل.
«نه پوهېږم چې له دغې ښځې سره د هغې د ګردې پر سر د پيسو لپاره خبرې شوې او که نه، خو تر عمليات څو ورځې وروسته څو سړي د هغې کور ته راغلل، ټولې پيسې ترې واخيستې او هغه يې ووژله…. چې ګرده در څخه واخلي، بيا نو دغه مافيا ستاسې په کيسه کې نه وي.» – دوکاندار
خرڅوونکي وايي که څه هم پوره پيسې ورکړل شوې وې، خو تر عمليات لږ وروسته ترې دغه پيسې غلا شوې وې. دغه غلاوې تر ډېره ځکه پېښېږي چې د خرڅوونکي معلومات له جرمي شبکو سره شريکېږي. دغه غلاوې پخپله د دلال لخوا پلان شوې وي، تر څو له خرڅوونکي څخه هغه پيسې بېرته ترلاسه کړي چې د بدن د يوه غړي په بدل کې يې ورکړې وي.
هغه زياتې پيسې چې د يوه غړي د خرڅولو په بدل کې يې يو شخص ته وړانديز کېږي، ممکن د مالي ستونزه حل لاره ښکاره شي. خو له بده مرغه همېشه دا رښتيا نه ده او معمولاً په راتلونکې ډېرې ستونزې رامنځته کوي.
زياتره هغه اشخاص چې د پروسيجر په اړه خپل ذهنيت بدل کړی دی، د دلال لخوا ګواښل شوي دي.
له يوه دلال څخه چې په دې اړه په يوه مرکه کې وپوښتل شول، نو هغه وويل:
«دوی خپل ذهنيت نشي بدلولای. دا انتخاب نه لري. چې يو ځل يې هوکړه وکړه، بيا نو بايد دغه کار ترسره شي.»
دلالانو انګېزه د پيسو لاسته راوړل وي. دوی د هيڅ پروا نه ساتي او د خپلې غوښتنې د پوره کولو لپاره ګواښونو، تاوتريخوالي او بل هر ناوړه عمل لاس پورې کوي.
کله چې پر دغسې يوه وړانديز فکر کوئ، نو پر دې پوه شئ چې يوې خطرناکې نړۍ ته ور داخلېږئ، له دغې نړۍ بېرته د راتلو لار ډېره ستونزمنه وي.
موردي مطالعات
د بدن د غړي پلورونکو په ډېرې زړورتيا سره خپلې کيسې له موږ سره شريکې کړې چې د هوکړې پر خلاف ورسره څنګه چل او دوکې شوې وې. د کتلو لپاره يې پر انځور کليک وکړئ.
29 کلن محمد بې کوره چې د ګردې لپاره يې ورته د $10,000 وړانديز وشو. خو تر عمليات لږ وروسته دغه پيسې ترې غلا شوې. هيڅ يې هم ور پرېښي نه وو.
27 کلن عمر په خرطوم کې و چې په قاهره کې د يوې دندې وړانديز ورته وشو، دغه وړانديز دروغ و. عمر مجبور کړل شوی و چې منځګړي ته د هغه د سفر او پاسپورټ برابرولو لپاره «ډېر لوړ لګښت» ورکړي. تر ګواښونو او تاوتريخوالي وروسته، دغو جنايتکارو عمر ته وويل چې خپله ګرده دې وپلوري تر څو د دوی پورونه پرې کړي.
تر عمليات وروسته، عمر ته پيسې ورکړل شوې او د ريکوري لپاره يوه اپارتمان ته انتقال کړل شو. خو همدا چې هغه ويده شو، نو دغه جنايتکارې ډلې ترې هر څه وړي وو؛ د هغه پيسې، پاسپورټ او د عمليات اسناد او پاڼې يې ټول وړي وو.
«ډېر د شرم احساس مې وکړ؛ اوس نو خپل کور ته بېرته نشوم تللای. اوس را ته کار کول هم ډېر ستونزمن دي.»
هيبا چې د دوو ماشومانو مور ده، دلالانو څو مياشتې پرلهپسې هڅولې، بالاخره هغې د خپلې ګردې له خرڅولو سره هوکړه وکړه.
کله چې هيبا کلينيک ته ورسېده، نو يو طبي کارمند ورته وويل چې هغې ته به $2,500 ورکړل شي، په داسې حال کې چې له هغې سره $40,000 ژمنه شوې وه. هيبا دا و نه منله او د ګردې له خرڅولو يې انکار وکړ. خو له روغتون څخه د هغې د وتلو مخه يې نيولې وه.
ډاکتر هيبا ته انستيزي ورکړه او ګرده يې ترې ايستل شوې وه. دلال هغې ته E£40,000 (تقريباً $2,500) ورکړل او ورته وويل چې نوره ولاړه شي. هيبا له همدې پيسو زياتې يې په يوه هوټل کې پر پاتېدو ولګولې او هيچا ته يې هم دغه کيسه ونکړه.
ډاويټ 16 کلن و چې يو پېژندګلو شخص ورته وړانديز وکړ چې په قاهره کې خپله يوه ګرده خرڅولای شي. د دغه عمليات لپاره ورته د $5,000 وړانديز شوی او بيا به دغه پيسې اروپا ته پر تللو ولګوي.
تر عمليات وروسته ډاويټ د ريکوري لپاره يوه اپارتمان به انتقال شوی و، دغلته يې يو پاکټ ترلاسه کړ چې $2,000 پکې وو. دلال ورسره ژمنه کړې وه چې پاتې $3,000 به له جراحي څخه تر پوره ريکوري وروسته ورکړي. خو د دې پر ځای يې دغه پيسې يوه قاچاقبر ته ورکړې چې ډاويټ به يې تر ايټاليا پورې رساوه. دلال، ډاويټ له قاچاقبر سره وصل کړ، خو هيڅ ضمانت يې ور نکړ چې دغه کښتۍ به کله او يا هم په ټوله کې حرکت وکړي او که نه.
کله چې ډاويټ روغ شو او په ځان کې يې د سفر کولو انرژي وليده، نو دلال او قاچاقبر دواړه تري تم شوي وو. ډاويټ ته يې هيڅ هم ور پرېښي نه وو.
دروغ او رښتيا
د دلالانو انګېزه د پيسو لاسته راوړل وي او دوی د خلکو په تېر ايستلو کې ډېر تکړه وي. دوی افرادو ته د عملياتو په اړه دروغ وايي او دغسې يې هوکړې کولو ته اړ باسي.
د بدن د غړي پلورونکو را ته د ځينو هغو دروغو په اړه وويل چې دوی ته ويل شوي وو، دوی ځکه موږ ته دا خبرې وکړې چې نور خلک له دغسې دوکو او فريبونو څخه ځانونه وژغوري.
دروغ «ګرده به دې بېرته را وخېژي»
رښتيا: ګرده چې لرې شي، نو بېرته نه را شنه کېږي.
دروغ: «عمليات ډېر خفيف دی او هيڅ درد نه لري.»
رښتيا: د عمليات پر مهال انستيزي او نشه له درده مخنيوی کوي، خو افراد وايي چې له نشې او انستيزې تر را ويښېدو وروسته شديد درد لري. له دغه درانه عمليات څخه رغېدل او ريکوري ډېره اوږده وي او اشخاص معمولاً ټول عمر درد او روغتيايي ستونزې لري.
دروغ: «له يوې ګردې سره نورمال ژوند کولای شئ.»
رښتيا: خرڅوونکو ته ټول دروغ هم ويل شوي نه وي، خو دوی ته پوره معلومات هم نه وي ورکړل شوي. له يوې ګردې سره نورمال ژوند هغه مهال کولای شئ، چې دغه عمليات په يوه پاک چاپېريال کې ترسره شي او تر عمليات وروسته سم د ډونر سم او مناسب مراقبت او پالنه وشي. زياتره اشخاص چې د بدن يو غړی پلوري تر عمليات وروسته يې ډېره کمه پالنه کېږي يا بېخي نه کېږي او تر عمليات وروسته د عفوني او ميکروبي کېدو جدي ګواښ وي.
دا چې پاتې ګرده هيڅ ملاتړی نه لري، نو د فعاليت له لاسه ورکول، د وينې فشار لوړېدو، د مايعاتو ساتنې او بالاخره د ګردې د ودرېدو لامل کېږي. که يوه ګرده ولرئ او دغه ګرده مو زخمي شي، نو دا به در ته ډېره لويه ستونزه شي، ځکه بله ګرده نشته چې پر ځای يې کار وکړي. که دغه زخم جدي او شديد وي، نو ګرده مو په پوره توګه کار پرېږدي، بيا نو د ژوندي پاتېدو لپاره ډياليز يا هم د يوې ګردې پيوند ته اړتيا لرئ.
زياتره خرڅوونکو ته د پروسيجر په اړه کافي معلومات نه ورکول کېږي، له همدې دوی يوه اګاهانه پرېکړه نشي کولای. زياتره خلک له ستړيا او ستوماني څخه ځورېږي او د عادي کار کول ورته سخت وي. ځينې له عفونت څخه ځورېږي؛ په يوه غيرمنظم چاپېريال کې د عفوني کېدو ګواښ ډېر زيات لوړ وي.
د بدن د يوه غړي لرې کول جدي لنډمهاله او اوږدمهاله روغتيايي ستونزو لامل کېدلای شي. دا يو له ګواښه ډک پروسيجر دی او داسې اشخاص يې هم ترسره کولای شي چې لازمې طبي زده کړې نه لري. له مناسب طبي نظارت او تر عمليات وروسته سم مراقبت پرته د بدن د يوه غړي اېستل د خرڅوونکي روغتيا له اوږدمهاله ستونزو سره مخ کولای شي.
دروغ: «چې د بدن يو غړی مو خرڅ کړئ، نو زياتې پيسې به لاسته راوړئ. يو څه پيسې خپلې کورنۍ ته هم استولای شئ، چې پيسې ترلاسه کړئ نو تاسې او ستاسې کورنۍ ښه ژوند پرې تېرولای شئ.»
رښتيا:که پوره پيسې هم درکړل شي، بيا هم ډېر کم داسې پېښېږي چې ژوند مو ورسره ښه شي. زياتره خرڅونکي چې پيسې يې ترلاسه کړې دي، وايي چې دغه پيسې يې په 3-5 مياشتو کې دننه دننه لګولې دي او د عملياتو له امله راپورته شويو روغتيايي ستونزو له امله په راتلونکې کې دنده هم نشي ترسره کولای.
«درې مياشتې وروسته ټولې پيسې ختمې شوې. اوس زيات وخت د ستړيا احساس کوم او هيڅ دروند کار نشم کولای.» – د بدن د غړي پلورونکی.
خرڅوونکي وايي که څه هم پوره پيسې ورکړل شوې وې، خو تر عمليات لږ وروسته ترې دغه پيسې غلا شوې وې. په زياتره حالتونو کې خرڅوونکي ته تر هوکړه شوې اندازې ډېرې کمې پيسې ورکړل شوې وې. په ځينو حالتونو کې خرڅوونکي ته د بدن د غړي لپاره هيڅ پيسې نه دي ورکړل شوې.
روغ: «تاسې به د غړي ترلاسه کوونکی ووينئ.»
رښتيا: زياتره هغه اشخاص چې د بدن غړي يې پلورلي دي، وايي چې د خپل بدن د غړي ترلاسه کوونکي ليدل ورته مهم وو، دلالانو هم ورته ډاډ ورکړی چې دوی به د غړي ترلاسه کوونکی وويني. خو زياتره اشخاص وي چې دوی هيڅکله هم خپل د بدن غړي ترلاسه کوونکي سره ملاقات نه دی کړی. زياتره خرڅوونکي وايي چې دا کار د دوی د عاطفي او رواني خپګان لامل شوی دی.
ملاتړي سازمانونه
ايا تاسې يا ستاسې پېژندګلو چا سره په دې برخه کې ناوړه چلند شوی يا هم استثمار شوي ياست؟ که ځواب مو هو وي، نو مهرباني وکړئ د وړيا محرم مرستې او سلا مشورې لپاره دغو سازمانونو سره اړيکه ونيسئ.
دا چې موږ د نړيوالو ملاتړو سازمانونه مومو او معلوموو، نو دا برخه به هم بيا بيا اپډيت کړو. که غواړئ چې ستاسې سازمان د ملاتړي سازمان په توګه لېست شي، نو مهرباني وکړئ له موږ سره په اړيکه کې شئ.
112 د اروپایی اتحادیې د بېړنیو حالاتو شمېره
که چېرې تاسو او یا ستاسو شناخته کس له جدي خطر سره مخ وي، د اروپایي اتحادیې د بېړنیو حالاتو شمېرې 112 سره اړیکه ونیسئ. دا شمېره د اروپایي اتحادیې په سراسر کې (24/7) لپاره په وړیا ډول د لاسرسي وړ ده. استوګن کولای شي د 112 شمېرې په ډایلولو سره د بېړنیو حالتونو خدمتونو ته لاسرسی ومومي، چې په هغې کې پولیس، د بېړني حالتونو روغتیایي او د اور وژنې خدمتونه شامل دي.
112 (24/7 وړیا دی)
114 (د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د لیکلي پیغام غوراوی)
تاسو د هغه هېواد په ژبه خبرې کوئ چې اړیکه مو ترې نیولې ده او یا په انګلیسي ژبه خبرې کوئ
دوی کولای شي د اړتیا په صورت کې ستاسو موقعیت ومومي
انګلستان
د عصري غلامۍ او استثمار د مرستې کرښه
د عصري غلامۍ او استثمار د مرستې کرښه د 24/7 لپاره وړیا دی او له 200 څخه په زیاتو ژبو د لاسري وړ ده. که چېرې تاسو مرستي او مشورې ته اړتیا لرئ او یا د هغه څه په اړه چې تاسو لیدلي اندیښنه لرئ، د مرستې له کرښې سره اړیکه ونیسئ
08000121700 (د 24/7 لپاره وړیا او خوندي ده.)
Modern Slavery Helpline – report link
په 200 ژبو د لاسرسي وړ ده
یونان
دا کرښه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د انساني قاچاق اړوند پېښو په اړه د ترلاسه کېدونکو اړیکو ته د ځواب ورکولو په موخه د 24/7 ډول په نامعلوم ډول او په 200 ژبو د ژباړې له قابلیت سره د لاسرسي وړ ده. د یوناني مخابراتي خدمتونو له چمتوو کوونکې شکبې څخه د اړیکې نیول پر مهال 1109 ډایل کړئ.
1109 (د یوناني مخابراتي خدمتونو د چمتو کوونکې شبکې څخه اړیکه، د سیمه ییزو اړیکو لګښت، په نامعلوم ډول 24/7)
00302310019880 (له بهرنۍ مخابراتي شبکې څخه د اړیکې لګښت د یونان لپاره د مخابراتي خدمتونو د چمتو کوونکي د بیو په لېست پورې تړاو لري، په 24/7 او نامعلوم ډول)
https://1109.gr/content/greece-english/gjgcc0
لیتوانیا
Kovos su prekyba žmonėmis ir išnaudojimu centras (KOPŽI)
KOPŽI یو غیر دولتي اداره ده، چې ټولنیز، رواني، حقوقي، د انساني قاچاق قربانیانو ته خوندي کورونه، فحشا او د جنسي ځورونې اړوند خدمتونه وړاندې کوي او په ملي او سیمه ییزه کچه پیشګیرانه او د زده کړو فعالیتونه ترسره کوي.
https://anti-trafficking.lt/kontaktai/
هنګري
National Crisis Management and Information Telephone Service – Országos Kríziskezelő és Információs Telefonszolgálat (OKIT)
003680205520 (24/7 وړیا دی)
رومانیا
د انسانانو دقاچاق پر ضد ملي اداره
(وړیا) د قاچاق ضد کرښه
سلواکیا
د انساني قاچاق د قربانیانو سره د مرستې ملي کرښه (24/7 وړیا دی)
بلغاریا
د بلغاریا د انساني قاچاق ملي کرښه (د هر ډول بلغاريي شمېرې څخه وړیا دی، 7/24)
د بلغاریا هېواد کوډ: +359
د A21 بلغاریا لخوا پرمخ وړل کېږي
ناروې
ROSA (بیا تاسیس کول، د پاتې کیدو لپاره د خوندي ځایونو تنظیم کول، خوندیتوب او مرستې) د ملي ملاتړ اداره ده چې د 24 ساعتونو ملي مرستې لاین پرمخ وړي او د مشورې، سرپناه او مستقیم قرباني وړاندیز کوي.
004722331160 (د هېواد په کچه وړیا ټلیفوني شمېره 7/24)
هسپانیا
د ملي پولیسو په واسطه ترسره کېږي
فرانسه
Ac.Sé (Dispositif National d’Accueil et de Protection des Victimes de la Traite)
ایرلنډ
Ruhama
0035318360292 (سیمه ییزې اړیکې, د سهار له 9 بجو – د مازدیګر 5 بجې)
0035318360292 (سیمه ییزې اړیکې, د سهار له 9 بجو – د مازدیګر 5 بجې)
په خوندي ډول د بېرته زنګ وهلو خدمت: 5010 ته د REACH کلمه ولیکئ
پورتګال
د کډوالو او تبعیض د قربانیو د ملاتړ شبکه (APAV – له قربانیانو څخه د ملاتړ پرتګالي ټولنه)
00351213587914 (د اونۍ وروستۍ ورځې، د سهار له 10:00- د ماسپښین 1:00، 2:00 – د ماښام تر 6:00 بجو پورې)
هالنډ
د ماشوم د قاچاق پر خلاف مرکز/Centrum tegen Kinderhandel en Mensenhandel (CKM)
کاناډا
که چېرې تاسو او یا بل څوک چې تاسو یې پېژنئ د انساني قاچاق قرباني وي، د کاناډا د انساني قاچاق له کرښې سره چې په څو ژبو باندې په 7/24 خدمتونه وړاندې کوي اړیکه ونیسئ.
(24/7 وړیا دی)
د چټ کولو آسانتیا د لاسرسي وړ ده
https://www.canadianhumantraffickinghotline.ca/
کاناډا
د کاناډایي جرمونو مخنیوي کوونکي
https://www.canadiancrimestoppers.org/contact (له یوه ډایرکټر سره اړیکه ونیسئ)
لاتینه امریکا
د دوه اړخیز خوندیتوب دهلیز ټلواله (BSCC)
مکسیکو
Consejo Ciudadano para la Seguridad y Justicia de la Ciudad de México
د انساني قاچاق ملي کرښه
018005533000 (24/7 وړیا او محرم دی)
5555335533 (د چټ خدمت)
کولمبیا
RedPapaz
کمبودیا
Action Pour Les Enfants (APLE) Cambodia
www.internethotlinecambodia.org
هندوستان
شکتي واهني
فلیپین
د قاچاق پر وړاندې د بین المللي ادارو شورا (IACAT)
همداراز راپور ور کول په آنلاین ډول د برښنالیک، رسمي ویب سایټ، ټولنیزو رسنیو او یا موبایل اپلېکېشن له لارې د لاسرسي وړ دی.
1343 (24/7)
021343 (24/7 که د مانیل له میټرو څخه بهر وي)
ټایلنډ
A21 Thailand
ویتنام
د نیلي ډریگن ماشومانو بنسټ
http://www.facebook.com/bluedragonvietnam
اسراییل
Saleet
1800200690 (24/7)
سویلي افریقا
د انساني قاچاق ملي کرښه (د A21 سویلي افریقا لخوا پرمخ وړل کیږي)
0800222 777 (24/7 وړیا دی)
د راپور ور کولو خدمت د لاسرسي وړ دی
خپله کيسه شريکه کړئ
د بدن غړو قاچاق د نړۍ په لر او بر کې پېښېږي، خو بيا هم په نړيوال کچه په دې اړه ډېر کم معلومات او ډيټا شته.
موږ غواړو چې د بدن غړو قاچاق په اړه چې څومره ډېر پوهېدلای شو، ځانونه پوه کړو، تر څو د دې پر وړاندې د زياتو زيانمنېدونکو اشخاصو ملاتړ او مرسته وکړو او د مخنيوي لپاره يې پوهاوی لوړ کړو.
ايا په دې کار کې را مرسته کولای شئ؟
هر هغه څوک چې لاندې موارد ولري، نو د STOP APP له لارې مرسته کولای شي:
- د بدن غړو قاچاق يې تجربه کړی دی
- يو چا ورته د بدن د غړي د پېرلو وړانديز کړی دی
- د بدن غړو قاچاق په اړه يې ليدلي او اورېدلي دي
تاسې په خوندي او نامعلومه توګه د STOP APP له لارې راپور ورکولای شئ. ستاسې په موبايل کې به د سپارل راپور هيڅ ريکارډ او نښې نه وي.
لطفا دا ډاډمنه کړئ چې د راپور ورکولو پر مهال د پېښې له ځای څخه لرې په يوه خوندي ځای کې ياست.
STOP THE TRAFFIK د انساني قاچاق د مخنيوي يو سازمان دی. STOP APP د نړيوال انساني قاچاق په اړه د افرادو کيسې را ټولوي تر څو د دې جرم او جنايت مخنيوی وشي. موږ د ژغورنې سازمان نه ياستو او دا اپلېکشن 24/7 نه اداره کېږي. که يو څوک په سملاسي ګواښ کې وي يا هم جرم ترسره شوی وي، نو لطفاً له باوري چارواکو او ادارو سره اړيکه ټينګه کړئ.